دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهشهباز شريف وايي،د پاکستان خلک او حکومت د ایران تر څنګ ولاړ...

شهباز شريف وايي،د پاکستان خلک او حکومت د ایران تر څنګ ولاړ دي.

ویب ډیسک

د ایران ولسمشر مسعود پژښکيان اسرائیل ته خبرداری ورکړی چې که د ایران پر ضد خپلې یرغلګرې کړنې ته ادامه ورکړي، نو د ایران له وسله‌والو ځواکونو به لا سخت او پیاوړی غبرګون وویني.

ولسمشر پژښکيان دا څرګندونې د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف سره د ټیلیفوني اړیکې پر مهال وکړې. نوموړي د امریکا او د هغې د متحدینو له خوا د ملاتړ کېدونکي صهیونیستي رژیم تېری وغنده او ویې ویل چې که دغه بریدونه دوام ومومي، نو ایران به لا شدید پوځي ځواب ورکړي. هغه د لویدیځو هېوادونو د بشر حقونو په برخه کې دوه‌ګوني معیارونه هم وغندل.

ولسمشر پژښکيان د تیري ماښام د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د پاکستان د حکومت د دریځ او د صدراعظم د اړیکې مننه وکړه او ویې ویل، صهیونیستي رژیم د امریکا او لویدیځو هېوادونو په ملاتړ سره ټول نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړي دي.

نوموړي وویل، «هغه هېوادونه چې د بشر حقونو د دفاع دعوه کوي، نه یوازې دا چې د صهیونیستي رژیم ملاتړ کوي، بلکې د وسلو او تجهیزاتو په برابرولو سره دغه غیرانساني کړنو ته نوره هم زمینه برابروي. حتی جګړه خپل اصول لري، خو دا رژیم چې د لویدیځ ملاتړ ورسره دی، دا اصول له پامه غورځولي دي.»

د تیر ماښام د ایران له‌خوا د صهیونیستي رژیم د بریدونو په غبرګون کې، ولسمشر پژښکيان ټینګار وکړ:
«طبیعي خبره ده، که ایران د دې مجرم او ماشوم‌وژونکي رژیم پر وړاندې د دفاع وس نه درلودای، نو موږ به هره ورځ د خپلو خلکو، خاورو او ساینسپوهانو د وژنو شاهدان وای. خو ایران وکولای شول چې د صهیونیستي رژیم هغه الې راوغورځوي چې هغوی یې نه لیدونکي او نه ماتېدونکي بلل. که چیرې صهیونیستان بیا هم د تېري نیت ولري، نو زموږ وسله‌وال ځواکونه به ورته لا سخت او غښتلی ځواب ورکړي.»

نوموړي زیاته کړه:
«دغه پېښې دا خبره روښانه کوي چې موږ باید خپل دفاعي ځواکونه لا پیاوړي کړو. ایران  تل هڅه کړې چې په سیمه او نړۍ کې سولې او امنیت ته وده ورکړي، خو دا ډول پېښې دا ثابته کوي چې پرته له قوي دفاعي ځواکه، موږ د یوه جنایت‌پال رژیم له بریدونو خوندي نه یو.»

ولسمشر پژښکيان دا هم وویل، چې د صهیونیستي رژیم او امریکا ترمنځ په داسې حال کې پر ایران بریدونه همغږي شوي چې مذاکرات روان وو، دا د امریکا د بې‌باورۍ او ریاکارۍ څرګند ثبوت دی.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف له خپلې خوا وویل، چې د پاکستان خلک او حکومت د ایران تر څنګ ولاړ دي.

نوموړي د صهیونیستي رژیم بریدونه د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف وبلل، دغه حملې یې وغندلې، او د څو تنو شهید شویو ایراني وګړو، چارواکو او ساینسپوهانو له کبله یې خواخوږي څرګنده کړه.

شهباز شریف د سولې او ارامتیا هیله وښوده او زیاته یې کړه، چې بدبختانه، صهیونیستي رژیم د نړیوالو اصولو او منشورونو خلاف، له هر ډول حساب پرته دا کړنې ترسره کوي.

هغه دا هم وویل چې پاکستان تیار دی له ایران سره د حاجیانو د راستنېدو په برخه کې همکاري وکړي، او له ولسمشر پژښکيان څخه یې وغوښتل چې د اسلامي انقلاب مشر حضرت آیت‌الله سید علي خامنه‌اي ته یې سلامونه ورسوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه