ویب ډیسک
ملګرو ملتونه په پام کې لري څو «ژان ارنولت» د افغان سولې لپاره خپل ځانګړی استازی وټاکي.
ترکیه کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د ناستې په لړ کې ملګري ملتونه په نظر کې لري څو ژان ارنولت د افغان سولې لپاره خپل ځانګړی استازی وټاکي او نوموړی به د افغان سولې برخه کې ملګرو ملتونو پورې اړوند او د استانبول کنفرانس چارې پرمخ وړي.
ژان ارنولت فرانسوی دیپلومات دی، چې په ۲۰۰۲ کال کې یې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما مرستیال او په ۲۰۰۴ کال کې یې د ملګرو ملتونو دفتر رئیس په توګه دنده ترسره کړې.
نوموړي همداراز په ګواتیمالا کې د سولې په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې روانه میاشت په مسکو او راتلونکې میاشت ترکیه کې د افغان سولې په اړه دوه ناستې ترسره شي چې د ترکیې ناستې مشري ملګرو ملتونو ته سپارل شوې ده.
په دې اړه کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما په نظر اخستلو بریالي نه شو.


