ویب ډیسک
د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونيو ګوټريش سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
بلېنکن پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي،خوښ يم چې تېره ورځ مې له انټونيو ګوتريش سره د افغانستان، برما او ايتوپيا په اړه ګټورې خبرې وکړې.
نوموړی وایي،زه له ملګرو ملتونو سره د دې او په نړۍ کې د نورو شخړو د ختمولو لپاره د ملګرتيا هرکلی کوم.


