ویب ډیسک
پخواني ولسمشر حامد کرزي د مسکو ناسته کې د ګډون په هدف د روسیې بلنه منلې ده.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پخواني ولسمشر ته د افغان سولې په اړه د مسکو ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې چې د پخواني ولسمشر له خوا دغه بلنه منل شوې.
په اعلامیه کې راغلي چې حامد کرزی د افغان سولې په اړه مسکو کې جوړېدونکې ناسته یو نیک اقدام بولي او وايي چې په دې ناسته کې ګډون کوي.
حامد کرزي د مسکو ناسته کې د ګډون په هدف د روسیې بلنه منلې ده.
اړه لرونکي ليکني


