دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍد ایران او امریکا ترمنځ خبرې نن د اپرېل په ۱۲مه نېټه...

د ایران او امریکا ترمنځ خبرې نن د اپرېل په ۱۲مه نېټه عمان کې پيل شوې

ویب ډیسک

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي د ایران او امریکا ترمنځ خبرې نن د اپرېل په ۱۲مه نېټه عمان کې پيل شوې.

 

هغه زیاتوي چې په دې خبرو کې د ایران له خوا د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د متحده ایالاتو له لوري منځني ختیځ لپاره د ولسمشر ټرمپ ځانګړی استازی سټیو ویتکوف ګډون کړی دی.

 

د بقایي په وینا د خبرو منځګړتوب د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي کوي.

 

د ایران مذهبي مشر سید علي خامنه اي تر دې وړاندې امریکا سره خبرې رد کړې وې او هغه یې «بدمعاش» هیواد بللی و.

 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی و چې که ایران خبرو ته حاضر نه شي، په اتومي تاسیساتو به یې بریدونه وکړي.

 

# #USIRAN #OMAN #IRAN #US

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه