لیک : داودافغان
د افغانستان ګوښه کړل شوی پاچا شاه شجاع تر نورو ګڼو کړاونو ګاللو وروسته د سیکهانو د مشر رنجت سنګهـ لاسته ولوېد، او کورنۍ خو یې لا له وړاندې په لاهور کې پناه اخیستې وه. رنجت سنګهـ د شړل شوي پاچا څخه تر ټولو ارزښتمن الماس (کوه نور) په ډېرې سپين سترګۍ واخیست
او د یاد الماس په غصب کولو سره ډېر شتمن شوی و،
خو بیا یې هم په زړه کې وېره لرل. پر همدې بنسټ یې له شاه او د نوموړي له مېرمنې غوښتنه وکړه، چې څومره جواهرات لري، باید هغه ته یې ورکړي.
د پاته جوهراتو په ترلاسه کولو کې یې هم د کوه نور الماس د ترلاسه کولو په ډول له ناسم او غیرمهذبانه چلنده کار واخیست. پر یادو جواهراتو او ارزښتمنو توکو سربېره یې ډېر شمېر توري، ټوپک، نور ارزښت لرونکي شیان لکه وړې او سترې ښکلي او بې جوړې قالینې، قیمتي جامې او نور ارزښتمن توکي له ګوښه کړل شوي شاه څخه په زور واخیستل.
له دې وروسته یې امر وکړ، چې شاه شجاع د شالمار باغ له یوې ښکلې ماڼۍ څخه دباندې راوباسئ او ښار ته یې ولېږئ، او هلته یې هم د کړاو وسایل برابر کړئ. له دې چلنده وروسته شاه شجاع د تيښتې په لټه کې شو او د ۱۸۱۴ ز کال په ډسمبر میاشت کې یې د حرم د ښځو د تښتېدلو پلان په بریالۍ توګه تر سره شو.
کابل ته د وزیر فتح خان تر ستنېدلو، او له لاهوره د شاه شجاع د حریم له تښتېدلو وروسته، د افغان وزیر لخوا د شاه شجاع مېرمنې وفابېګم ته یو لیک ورسېد او په هغه کې یې یادونه کړې وه، چې زموږ د برحال شاه (شاه محمود) وضعیت ښه نه دی. که شاه شجاع دا مهال په کابل کې وای، نو له ستونزې پرته به د تاج او تخت څښتن شوی وای.
وفابېګم د وزیر فتح خان خور او سردار پاینده خان لور وه. وزیر خواشيني وښوده چې د رنجت سنګهـ له منګولو د شاه شجاع تېښته ډېره ګرانه (۲) او کابل ته را رسېدل هم ګڼې ستونزې لري.
په هر صورت؛ وزیر، وفابېګم ته خبر ورکړ، چې که خاوند دې نه شي کولای، نو توپیر نه کوي، تاسو کولای شئ چې د خپل خاوند په نه شتون کې په پاچاهۍ وټاکل شئ او پر تخت کښېنئ. او زیاته یې کړه چې که ده ته پنا ور وړي او کابل ته د راتګ تکل لري، نو کولای شي چې راشي. خو وفابېګم چمتو نه وه چې دا ګواښ پر غاړه واخلي.


