دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونههرات :د اسيا لرغونی او ستر جومات

هرات :د اسيا لرغونی او ستر جومات

لیک : سردار ولي
د هرات ستر جامع جومات د تاریخي لرغونتیا له مخه په نړۍ کي د مسلمانانو پنځم ستر جامع جومات دی چي د [آبي جومات] په نامه سره هم پېژندل کېږي، دا جومات نږدې ۱۴سوه کاله مخینه لري.

ددې جامع بنسټ ایښوونکی [سلطان_غياث_الدين_غوري] دی چي دده زیارت هم د همدې جومات په شمالي برخه کي تر یوې گنبدې لاندي دی او دا مشهور واکمن په ۱۲۰۰ع کال کي ژوند کړی.

دا جومات چې کله د تیموریانو په دوران کي د دوهم ځل لپاره نقش و نگار سو، د غوري دورې نقش پکښي له منځه ولاړ. خو په ۱۹۴۳ع کال افغان دولت بیا په دې اړه زیار ایسه چي هغه پخوانۍ بڼه برسېرنه او د تیموري دورې نقش ترې یو پلو ته کړي چي دا کارونه د تیموري پاچا سلطان حسین بایقرا په وخت کي تر سره سوي چي د هغه واکمنۍ دوره له ۱۴۶۸څخه بیا تر ۱۵۰۶ع پوري یوه زرینه او علم پروره دوره وه.
دغه جومات پر (۴۶۷۶۰) متره مربع مځکه جوړ چي؛۴۶۰ ګنبدې، ۱۳۰رواقونه، ۴۴۴ پایې، ۴ ایوانونه،۴ دروازې، ۱۲ ګلدستې او څلور لویې کتیبې لري چي د قران کریم آیاتونه او د لویو شاعرانو عرفاني شعرونه پر لیکل سوي دي، ۳ سراچې، یو منبر، کتابتون او د اوداسه خونه لري او په یوه وخت کي د ۱۰۰ زرو لمونځ کوونکو ظرفیت لري.

د جومات ګلدستې چي د آذان ږغ د رسولو لپاره دي،۱۷-۳۶ متره لوړوالی او ۷ -۱۰ متره قطر لري، چي هر یو یې ۸ رواقونه لري او بامونه يې په فیروزه یې رنګه کاشیانو پوښل سوي دي.

[سلطان_غياث_الدين_غوري] پر وطن مين، علم پرست او د ملت غمخور سړی وو چي د افغان د سوري ټبر د غور د سیمي پخوانی پاچا او وروسته ئې د غوري ټولواکمني په ټول هند، ایران، تاجکستان، بنگله دېش او نورو سیمو کي رامنځته کړه
. انگرېز لیکوال مونټ_الفنسټن او کڼو نورو مورخينو دی افغان او پښتون بللی خو د ایران ننني تاریخ لیکونکي دی په جعل د ایران بولي.

ویل کیږي چي دا جومات د اسلام مخکي د آریایانو د عبادت ځای وو، خو په ۲۹ ه ق کال کي کله چي د هرات خلک د اسلام په دین مشرف سول نو دغه لوی معبد د مسلمانانو پر جومات بدل سو.

په ۴۱۴ ه ق کال د جومات نیمای برخه چي په لرګیو پوښل سوې، د اور لګیدو له امله و سوځیده، خو د خواجه محمد تاکي په هڅو او د خلکو په همکارۍ بیا ورغول سوه.

۷۰ کاله وړاندي د هرات نائب الحکومه عبدالله خان ملکیار له خوا ددې جومات ختیځ لوری ته پراخ سړکونه او ۲۵ زره متره مربع په مساحت باغ جوړ سو.

ددې جومات په انګړ کي یو تاریخي لوی برنجي دیګ هم سته چي د ښکلا او هنر له لحاظه د خلکو توجو ځانته را جلبوی، ویل کیږي چي پخوا په مذهبي ورځو کي په دی دیګ کي شربت جوړیدو او پر خلکو ویشل کیده.

د هرات خلکو یو روایت دی چي د هرات د جومات کار هیڅکله سرته نه رسیږی، کله چي کار یې بشپړ سي نو قیامت راځي.

يو بل روايت هم سته چي(د شېر محمد ګنډاپور تاریخ خورشید جهان) ليکي:
“کوم وخت چي د هرات پاچا سلطان غیاث الدین د هرات د جامع ماجت جوړ کړ خو دا ماجت به د جوړېدو پس ونړېد. نو هغه وخت د هرات د بزرګانو څخه یو چا ده ته دا سلا ورکړه چي د کاک_نیکه [د کاکړانو ور نيکه] تابوت له غره را وکاږه او د ماجت له دروازې سره یې ښخ کړه؛ نو ماجت به نړېده بیا نه کوي.

سلطان د کاک نیکه تابوت له غره راوکېښ او د ماجت د دروازې سره یې ښخ کړ، چي له برکته یې د هرات جامع ماجت بیا نړېده نه ده کړې.
د کاک نیکه مزار تر اوسه پوري د هرات د جامع ماجت د دروازې سم لاس ته موجود دی”.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه