ویب ډیسک
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له افغان طالبانو غوښتي، چې ټولمنلی حکومت جوړ او ټولو لږکیو ډلو ته په کې ونډه ورکړي.
نوموړي د دوشنبې پر ورځ خبریالانو ته ویلي: که دا کار وکړي، نو روسیه چمتو ده، چې د حکومت د لوړې په مراسمو کې نه یوازې ګډن وکړي، بلکې پر رسمیت یې هم وپېژني.
لاوروف همدا راز منلې، چې د طالبانو لخوا ورته د نوي حکومت د اعلان په مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړ شوې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي: مونږ په افغانستان کې د یوه داسې حکومت د جوړېدو ملاتړ کوو، چې د ټولنې د ټولو برخو استازیتوب وکړي. داسې حکومت، چې پر پښتنو سربېره هزاره، ازبک او تاجکان هم په کې وي. یوازې یو ټولمنلی حکومت د نوي ژوند د پیلېدو تضمین کولی شي.
د طالبانو یوه چارواکي الجزیرې ټلویزیون ته ویلي؛ پر روسیې سربېره پاکستان، چین، ترکیه او قطر ته هم بلنه ورکړ شوي، چې د حکومت اعلانولو په مراسمو کې ګډون وکړي.


