ويب ډیسک
د چاپېریال ساتنې د نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو د چاپېریال ساتنې ادارې د هوا د ککړتیا په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره یوه راپور کې ویلي، نړۍ کې هر کال څه باندې ۴۳۰ میلیونه ټنه پلاستیک تولیدېږي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د دغه ورځې په مناسبت یوه پیغام کې ویلي، چې هره ورځ څه باندې ۲۰ زره له پلاستیکي خځلو ډک ستر موټرونه سیندونو او سمندرونو ته اچول کېږي.
ګوتریش د ځینو نړیوالو مذاکره کوونکو لهخوا د پلاستیکي ککړتیا د له منځه وړلو لپاره د یوې طرحې د جوړولو خبر ورکړی او له ټولو یې غوښتي چې د پلاستیکي ککړتیا پروړاندې چې د انسان ژوند ګواښي مبارزه وکړي.
د جون ۵مه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ لهخوا د چاپیریال ساتنې د نړیوالې ورځې په توګه نومول شوې ده.
#WorldEnvironmentDay


