سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍد سمندري ائتلاف جوړولو په اړه د ایران ادعا ته د امریکا...

د سمندري ائتلاف جوړولو په اړه د ایران ادعا ته د امریکا غبرګون

ويب ډیسک

د سیمه ایزو اوبو د امنیت په موخه له سیمه ایزو هیوادونو، د هغو له جملې څخه سعودي عربستان، امارات، قطر، بحرین او له عراق سره د سمندري پوځي ائتلاف رامنځته کولو په هکله د ایران ادعا د امریکا له غبرګون سره مخامخ شوې ده.
د امریکا د سمندري ځواکونو د پنځمې بیړۍ ویاند د ایران پر دې ادعا تمسخر کړی او له «بریکینګ ډیفنس» رسنۍ سره یي په مرکه کې ویلي دي: «د سیمې اول نمبر بې ثباته کوونکی هیواد ادعا کوي چې د هغو اوبو د سمندري امنیت د حفاظت له پاره یو ائتلاف جوړوي، چې پخپله یي ګواښي.»

ټیم هاوګینز په دې مرکه کې چې د «بریکینګ ډیفنس» په انټرنټ پاڼه کې خپره شوې ویلي دي چې دغه ادعا له «سالم عقل سره سمون نه خوري».

هاوکینز واضحه کړې ده چې ایران یوازې په تیرو دوو کلونو کې له نړیوال بیرغ سره ۱۵ سوداګریزې کښتۍ یا درولي دي او یا یې پرې برید کړی دی.

هغه وویل: «اقدامات مهم دي. په همدې دلیل مونږ له خپلو شریکانو سره د هرمز تنګې په اطرافو کې د دفاع د پیاوړې کولو په حال کې یو».

د دې سیمې اوبه د کښتیو د تګ راتګ او نفتو د نړیوالو صاداراتو یو تر ټولو مهم مسیر ګڼل کیږي. له ۲۰۱۹م کال راهیسې په داسې حال کې چې د امریکا او ایران ترمنځ تشنج زیات شوی دی په دغه ساحه کې د نفتو پر انتقالونکو بیړیو بریدونو زور اخیستی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه