ویب ډیسک
معلومات ښيي، چې د کابل په غوښتنه په دغه جوړ شوي مجلس کې د افغان دولت او طالبانو ځینو استازو برخه اخستې وه.
خو ویل کیږي چې په دې مجلس کې د طالبانو له خوا راغلي استازي له قطر دفتر سره تړاو نلري.
تر اوسه ددې مجلس جزئیات نه دي شریک شوي خو دا لومړی ځل دی چې د ترکیې برخلیک ټاکونکې ناستې په درشل کې د افغان دولت او طالبانو استازي په یو بهرني هیواد کې پټه ناسته کوي.
د افغانستان ځای رسنۍ په دې تړاو له ولسمشرۍ ماڼۍ سره تماس ونیو خو هغوي په دې تړاو د خبرو کولو مسوولیت د بهرنیو چارو وزارت کار وباله او په دې اړه له مکررو تماسونو سره سره د بهرنیو چارو وزارت او طالبانو په نظر اخیستلو بریالي نه شو.


