دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکابل کې یو قاچاقبر چې د نشه یي توکو په قاچاق کې...

کابل کې یو قاچاقبر چې د نشه یي توکو په قاچاق کې یې ځانګړی مهارت درلود، ونیول شو

ویب ډیسک

پولیسو د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې هغه کس نیولی، چې د نشه یي توکو په قاچاق کې یې ځانګړی مهارت درلود.

یاد کس څه باندې اوه کیلوګرامه ښیښه د لرګینو قابونو په منځ کې په ځیرک ډول ځای پر ځای کړې وه او غوښتل یې د ننګرهار ولایت له مهمند درې ولسوالۍ څخه یې کابل ته ولېږدوي، چې د پلچرخي دروازې په تلاشۍ کې نیول شوی دی.

 

د دې قضیې د انکشاف په پایله کې بیا د ننګرهار ولایت د مهمند درې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې پر یوه استوګنیز کور یو لړ هدفمند عملیات ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې اوه کیلوګرامه ښیښه او هیرویین چې د قابونو او کرېکېټ وسایلو په منځ کې ځای پر ځای شوي وو، کشف او ترلاسه کړي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه