ویب ډیسک
ډاکټر عبدالله عبدالله د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو له ځانګړي استازي جناب ډاکټر زلمي خلیلزاد سره لیدنه
پدې لیدنه کې ډاکټر زلمي خلیلزاد وویل، د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د همکاریو نوی فصل پیل شي.
پدې موده کې د امریکا متحده ایالات او نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ېوې تلپاتې او عادلانه سولې ټنګښت ته د رسېدو په برخه کې ملاتړ کوي او افغانستان سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
ډاکټر زلمي خلیلزاد تمه وښوده، چې د ترکیې کنفرانس به په مناسب فرصت کې د لازمې تیارۍ سره جوړ شي او ښکیلې خواووې به د بحران د حل په برخه کې له دې فرصت څخه ښه ګټه پورته کړي.
ښاغلي خلیلزاد د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه، په افغانستان کې د سولې ټنګښت په برخه کې سیمه ییزې او نړیوالې اجماع ته ضرورت دی او د امریکا متحده ایالات د خپل نفوذ څخه په استفادې هڅه کوي، چې د دې اجماع په جوړېدو او خوندي کولو کې کار وکړي.
ښاغلي خلیلزاد همدارنګه د سوبې ټنګښت په برخه کې د واقیعتونو او سیاسي وحدت په خوندي کولو ټینګار وکړ.
ډاکټر عبدالله عبدالله افغانستان سره د امریکا متحده ایالاتو له مرستو مننه وکړه او د دې مرستو په دوام او د سولې پروسې د بریالیتوب د مرحلې په اړه مې وویل، د افغانستان اسلامي جمهوریت د یوې تلپاتې او عادلانه سولې ټنګښت ژمن دي.
ورپسې طالبان د سولې خبرو اترو او یوې تلپاتې سولې ته د رسېدو مانع یاد کړل او ټینګار وکړ، چې د شته فرصت څخه باید یوې تلپاتې او عادلانه سولې ته د رسېدو په برخه کې ښه ګټه پورته کړای شي.
همدارنګه ډاکټر عبدالله عبدالله په داخل او دباندې له دولت څخه پر سیاسي اجماع ټینګار وکړ.
د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل، د ملي مصالحې عالي شورا او د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی تیار دی، چې د استانبول په کنفرانس کې ګډون وکړي او همدارنګه
د سولې په برخه کې د ترکیې جمهوریت، د قطر دولت او د ملګرو ملتونو د سازمان له هڅو قدردانی وکړه.
د سولې پروسې د بریالیتوب لپاره مې د سیمي هېوادونو او نړیوالې ټولنې د همکاریو څخه مننه او قدردانی وکړ او زیاته کړه، په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمي امنیت او ثبات تضمینوي.


