ویب ډیسک
د ملي دفاع وزارت خبر ورکړئ چئ دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۸۱ طالبان ووژل شول او ۷۸ ټپیان شوي.
همداراز د دښمن زیات یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
د دې په خواکې ۹۴ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.
دغه طالبان د هېواد لغمان، غزني، کندهار، زابل، هرات، هلمنداو بغلان ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.
خو بل لورئ ته طالبان په دې اړه خپل غبرګون نه ده څرګند کړئ.


