لیکنه: سمیع الدین ارمان
زما د ډېرې مودې نه یو ارمان دا هم دے چې څوک یو مصور یا فکشن لیکونکے د پېښور لرغونې خاموشه ښار داسې ګویانه کړي لکه اورحان پاموک چې خپلو یاداشتونو او ناولونو کښې د استنبول ښار ګویانه کړے دے. دۀ په یاداشتونو کښې یوه برخه مشهور انځورګر او ارکیټکټ مېلنګAnton Ignaz Melling ته هم وقف کړې ده. دا انځورګر د رومن امپراتورۍ په بادین نومې علاقه کښې زیږیدلے وۀ. د دۀ پلار د خپل وخت مشهور مجسمه ساز وۀ. مېلنګ لا وړوکے وۀ چې پلار ئې مړ شو. د دۀ د مرګ نه پس د مېلېنګ روزنه ترۀ کوله او دې هم یو ستر انځورګر وۀ. نولس کلن وۀ چې سفرونه یی پېل کړل. اټلي او مصر ته لاړو. د ارکټکچر او ریاضۍ زده کړې ئې وکړې. د روسي سفارتکارانو سره د همکارۍ/کار کولو نه ورستو د عثماني امپراتورۍ شهزاده سلیم درېم او د هغۀ د خور په لاس ورغلو. د شاهي خاندان ارکیټکټ شو. نولس شل کاله ئې د دې تهذیب او خصوصاً د باسفورس او استنبول تاریخ او خاموشۍ په خپل فن ټولې نړۍ ته وړاندې کړې. ورستو د لیکوالانو ښار پېرس ته لاړو او د نپولین د مېرمن د انځورګر منصب ئې ترلاسه کړو. خبره رانه اوږده شوه خو دې ستر انځورګر ښارونه او تهذیبونه د خپل فن په زور نه صرف خوندي کړل بلکه ویاړلې ئې هم کړل.
امام قزویني خپل اثر آثار البلاد و اخبار العباد کښې یوه خبره راوړي چې د نړۍ حکیمان څلور ښارونه د نړۍ تر ټولو ښایسته ښارونه ګرځوي. دا ښارونه د بصرې ابله، د دمشق غوطا، د سمرقند ضغد او د بوان شهب دي! دا د نرګسیت انتها ده او د طاقت په زور ډېرو په پټو سترګو منلي دروغ دي. تاریخواله، وداني، تهذیبي قبولیت او تنوع د یو ښار د ستروالي متفقه پېمانې دي. نورې هم شته. خو په دغه پېمانو د پېښور ښار چې په نیزدو تاریخ کښې هم د اووۀ ژبو د ښار په نوم ثبت دے او لرې تاریخ کښې ئې شري کرشنا وېدونه منډلونه، اوېستا او ژند ګواهۍ ورکوي. دا موقع د ښارونو په تاریخ کښې د تقابلي جاج نۀ ده محض دلته اجمالي طور د خپل ارمان محرکات څرګندول غواړم. او په دې حواله د پشتون افغان قامي انځورګر حمدالله ارباب د یوې فنپارې په باب له دې مد کښې څۀ ثبت کول غواړم. لکه موده وړاندې مې د دوي په باب له د ارشیل ګورکي په نسبت لیکنه کړې وه. او دلته ئې یوه فنپاره کښې پېښور او کابل ثبت کړي دي.
دغه فنپاره کښې ارباب انځورونه، علامتونه او لفظونه په فني اتڼ ګډ کړي دي.
۱.. حیات روغانے د قامي فکر څښتن ستر مبارز او یو سپېځلے خدائي خدمتګار دے. د هغۀ د تشخص تعینِ قدر روڼولو لره ئې هغه د قامي تاریخوالې حواله کړې ده او کۀ د قامي مرام پالنه کښې ئې تاریخواله د دۀ حواله کړې ده دا امتزاجي پېوستون د یوې سترې فنکارۍ شهادت دے.
۲.. رومي ئې ورسره په داسې نسبت کښې تړلے دے چې شمس تبرېز ورته د حېرت نه غونې غونې شي. دا هېڅ مبالغه نۀ کووم ځکه دلته چې چا رومي خپل مرشد ګرځولے دے هم هغۀ د دۀ سره ننګ او وفا نۀ ده پاللې.
۳.. رباب د یو مبارز د سینې نه راټوکیدلې ښکاري. د رباب په ټول وجود کښې د سینې سره غوره تړون دے. بل دا علامت هم لکه د رومي د نے/شپېلۍ هومره لرغونې او جهاني دے. دا د دې خاورې په لرغوني اثارو کښې د خپل شتون په زرګونو کلونه وړاندې ګواهۍ لري. د رباب او د پښتنو یو خوندور تړون مسلّم دے.
۴.. مارغه بل یو زورور علامت دے. دا د معصومیت او الوت/رفعت منلی خواص لري. دې صفاتو کښې د لا نور تاکید او مبالغی لپاره دې علامت د سیمرغ/هما/ققنس صورت هم خپل کړی دی. مصور دلته د معروف او مانوس مارغه په ځاے د دغه تاکیدي علامتونو حامل مارغۀ هم راوړی شو. خو نه هغۀ یو مانوس مارغۀ رغ کړے دے. دا د ماورائي قوت په غېرمتناسبه موجودګۍ او اغېز یو زورور ګزار دے. د دې شننې بل دروني علامت دا دے چې دغه مارغۀ په خلۀ کښې د خوراک (ضرورت) دانه هم لري. بله دروني ګواهي دا ده چې مارغۀ او هغه هم علامتي! د چا په سر کېښني نۀ بلکه دا د چا د سر (تعقل) نه زېږون اخلي. سترګې د روح کړکۍ منلي کیږي او دلته د روغاني د سترګو او د دغه مارغۀ د رنګ اشتراک یو ژور استعاراتی معنویت راټوکویی. د سینې نه د موسیقۍ اوزار او د سر نه د مارغۀ راوتل او هغه هم د داسې مردانه صنف نه چې ګیره او بریت ئې بیخي د رد کولو جوګه نۀ دي، په روایتي فېمن ازم یو ستر ګزار دے چې د تخلیق د جنس سره نسبت دومره سرسري نۀ دے!
۵.. په خبرو پرانستې خلۀ او ګلونه یو بل فني کمال دے. کۀ دا عام مصور رغولو نو کیدی شي په تړلو شونډو ئې جوړ کړے وۀ خو یو خوا د فنپارې کلي رغښت او بل خوا د روغاني د تشخص او مفکورې اساس خبره ده نو مصور دا غوښتنه په کمال پوره کړې ده.
۶.. د پورته پنځۀ نشانیاتي علامتونو نه علاوه مصور دلته د لفظونو نه هم کار اخیستې دے. دا د لفظونو چوڼ د دې فنپارې د ټولنیز اساس او د پېژنګلو د بحران او مسخ شوي غولول شوي قام د رسایئت لارې دي.
ا) “عدم تشدد” واحده یویستوې مفکوره او عمل دے چې دې قام ته روشانه سباوون ورکولے شي. تشدد د دوي نه هر څۀ لوټلي دي.
ب)”عدل” پښتانۀ نۀ د ځان سره عدل پالي او نۀ د چاپېریال سره. عدل د دوي په شتون کښې داسې بېځایه دے لکه دلته دې فنپاره کښې! شتون لري خو اغېز نۀ لري. وجود لري خو د موجودګۍ تاودۀ او نتیجه ئې نشته هم دا رنک د “پت/رحمت” ټکي هم
ج)” پښتون” دا لفظ پکښې ټول یوځاے هم ثبت دے او ټکړو کښې هم. دا د دوي د قامي هویت د ناتفاقۍ او وېش یو غوره جمالیاتي معنویت دے.
د)”زغم” دا د عدم تشدد تر ټولو ستره وسله ده. دا بېغرتي نۀ ده. دا عزیمت دے. دا د انتقام نه ستر مقام دے. دا کۀ د بې وسئ هم وي نو د درغژن کیتهارسز د سبب او نتیجې نه غوره وي. دا د انتقام د انصاف لپاره د روا تشدد لاره هم بندوي او د دروني ژور اغېز پله تا او ستا مقابل بیائي.
۷.. د لفظونو نه پورته دلته د شفیقه خپلواک نیمګړې کلام داسې مستعار کول چې د هغې د کلي کلام موجودګي هم ثبت او د هغې نوم هم بلواسطه ثبت شي. دۀ ثبت کړے “ادکې مورې غږ مې حرام دے” نور متن داسې دے
غږ مې حرام دے مخ مې کافر دی
وطن دوزخ دی او ملا رهبر دے
ادکې مورې اوربل مې پټ که
ایمان لړزیږي دین ته خطر دے
مصور مور راخیستې ده، د ښځې کلام ئې چوڼ کړے دے. او د غږ د حرام کېدلو برخه ئې ترې راخیستې. دا مهال د افغانستان تر ټولو متاثره مخلوق مئېندې دي. د علم دروازې په خوېندو بندې دي. او بل په شکلي هنرونو پابندي ده! هغه کۀ د غږ سره ده کۀ د نورو حواسو او ذهن سره تړون لرونکي فنون چې اوسني بادار ورته د ډېر غور وفکر نه پس په “مباح” ویلو راضي شو خو بیا هم ټول نۀ محض د دوي روشنفکران!
دا کلام دا مهال د افغانستان غمېزه په خپله غېږه کښې داسې راټولوي چې هېڅ ترې نۀ پاتې کیږي.
۸.. دا کلام تازه تازه قامي سندرغاړي هارون باچا زمزمه کړے دے. نو د لوست په وجه نۀ د هنر په وجه تر د ډېرو غوږونو پورې رسیدلې دے. ګویا مصور د رنګونو شاعرۍ کښې د موسیقۍ/کمپوزیشن او زمزمې خواږۀ هم ګډ کړي دي.
۹.. حیات روغانے دا مهال لر بر وطن کښې د مظلومو هنرونو مظلومو انسانانو او مظلومو رنګونو امانتدار دے. د دۀ نه بغېر د دې دور د دغه مظلومانو یاد نیمګړی دی.
۱۰.. عحیبه دا ده چې ارباب هم مهاجر، هارون باچا او شفیقه هم مهاجر، رنګونه موسیقی او هنرونه هم مهاجر خو د دې باوجود فن/تخلیق دغه وېش داسې چېلنج کوي چې د قامي وجود او شعور شتون پرې ناز کوي. تخلیق پرې ویاړ او غرور..
تلک عشرة کامله


