ویب ډیسک
دافغانستان ملي دفاع وزارت وایي چې دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۶۰ طالبان ووژل شول او ۳۴ نور ټپیان شول.
همداراز د طالبانو زیات یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
د دې په خواکې ۶۹ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.
دغه طالبان د هېواد، لغمان، غزني، پکتیا، کندهار، زابل، هرات، فاریاب، جوزجان، هلمند، کندوز او بغلان ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي. خو تراوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.


