دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهدفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۸ طالبان وژل شوي

دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۸ طالبان وژل شوي

ويب ډیسک

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي چې دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۲۸ طالبان ووژل او ۷۰ نور ټپیان شول.

همداراز د دښمن زیات یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

د دې په خواکې ۲۰ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

دغه طالبان د هېواد، ننګرهار، لغمان، کندهار، بادغیس، هرات، فاریاب، بلخ، سرپل، هلمند، بغلان او بدخشان ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي – طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه