دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه هرات ولایت کې دکارتن جوړولو په تولیداتو کې ډیروالی

په هرات ولایت کې دکارتن جوړولو په تولیداتو کې ډیروالی

ویب ډیسک
په هرات ولایت کې د کاغذ او کارتن جوړولو فابریکې په خپلو تولیداتوکې ډیروالی راوستلی او دغه فابریکه چې په ۲۰۰ زره امریکایی ډالرو لومړنۍ پانګونه یې د هرات ولایت په صنعتي ښارګوټي کې فعالیت پیل کړی له ۶۰ څخه ډیرو هېواد والو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.

دیادونې وړ ده چې په هرات ولایت کې دالماس دکاغذ او کارتن جوړونې فابریکه په یوه میاشت کې د۱۶۰۰۰کیلو ګرامه کارتن تولیدولو وړتیا لري.

د یادې فابریکې چارواکي وايي چې په هرات ولایت سربیره خپل محصولات نورو ولایتونو او کابل ته هم استوي .
د صنعت او سوداګرۍ وزارت رهبري تل هڅه کوي چې د هیواد د اقتصاد ي ودې او هوساینې لپاره د خصوصي سکتور ، صنعتکارانو او پانګوالو بشپړ ملاتړ وکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه