لیکنه :زارا داوړ
ټولنه د انسانانو له ګډ ژوند څخه رامنځته شوې یوه ژوندۍ پديده ده، چې د پرمختګ، سوکالۍ او ازادۍ لپاره د هر غړي فعاله ونډه اړينه ده. په دې جوړښت کې ښځه يوازې يو فرد نه، بلکې د نسلونو روزونکې، د ارزښتونو ساتونکې او د راتلونکي بنسټ اېښوونکې ده. که چېرې د ټولنې نيمايي برخه، يعنې ښځه، له خپلو بنسټيزو حقونو بې برخې شي او يا محدوده کړل شي، نو دا ټولنه هېڅکله هم بشپړه ازادي او پرمختګ ته نه شي رسېدای.
ازادي يوازې دا نه ده چې يو ملت له بهرنيو بنديزونو خلاص وي؛ بلکې اصلي ازادي هغه ده چې د ټولنې هر وګړی نارينه او ښځينه د فکر، زدهکړې، کار او څرګندونې حق ولري. کله چې ښځه د تعليم، کار او ټولنيز ګډون له حقه محرومه شي، نو په حقيقت کې د ټولنې نيم طاقت فلج کېږي. داسې حالت کې نه يوازې اقتصادي پرمختګ ټکنی کېږي، بلکې فکري او کلتوري وده هم له خنډ سره مخ کېږي.
ښځه د کور بنسټ دی، او کور د ټولنې بنسټ. که ښځه په پوهه، شعور او اعتماد سمباله وي، نو راتلونکی نسل به هم روښانه فکر او قوي شخصيت ولري. خو که ښځه محدوده او بېوسه وساتل شي، نو دا کمزوري به نسل در نسل انتقالېږي. له همدې امله، د ښځو ازادي د ټولنې د بقا او پرمختګ لپاره يوه حتمي اړتيا ده، نه يو اختياري انتخاب دی.
په ډېرو ټولنو کې د ښځو محدودول د دودونو، ناسم تعبير شويو ارزښتونو او يا د واک د انحصار له امله رامنځته شوي دي. خو وخت ثابته کړې چې هغه ټولنې بريالۍ شوې دي چې ښځو ته يې د پرمختګ فرصتونه برابر کړي دي. ځکه چې ازاده ښځه نه يوازې خپله وده کوي، بلکې ټوله ټولنه له ځان سره پورته وړي.
دا حقيقت روښانه دی چې ازادي يوه ګډه پديده ده. دا نه شي کېدای چې د ټولنې يوه برخه ازاده وي او بله برخه په بند کې. هغه ټولنه چې ښځه په کې محدوده وي، په حقيقت کې هغه ټولنه خپله محدوده ده. نو که مونږ د رښتینې ازادۍ، سوکالۍ او پرمختګ غوښتونکي يو، بايد ښځو ته خپل حقونه، خپل غږ او خپل ځای ورکړو ځکه چې د ښځې ازادي د ټولنې ازادي ده.


