ویب ډیسک
د افغانستان له ختیځه رپوټونه وايي د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې د «پاکستاني ځواکونو د توپونو» ګولۍ پر ولسي مېشت ځایونو لګېدلي چې یو شمېر کسان په کې مړه او ژوبل شوي.
د اسداباد ولایتي روغتون کې سرچینو «بيبيسي پښتو» ته ویلي، تر اوسه شپږ ټپیان او د یوه ماشوم په ګډون دوه جسدونه ور وړل شوي دي.
د سرکاڼو ولسوالۍ د دونهي سیمې اوسېدونکو ویلي، بریدونو کې چې په ځايي وخت ماښام پنځه بجې شوي یو شمېر کورونه هم ویجاړ شوي دي. پاکستان تر اوسه پر کرښه د دغو تازه بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.
دا بریدونه داسې مهال کېږي چې د طالبانو حکومت او پاکستان مرکچي پلاوي به سبا په چین کې د کړکېچ پای ته رسولو لپاره خبرو ته کېني.
له تېرو څو اونیو راهیسي، پرلپسې رپوټونه ورکول کېږي چې د ډیورنډ کرښې له پاکستانۍ غاړې پر افغان خاوره د توپونو بریدونه کېږي چې تر ټولو ډېر زیان یې ولسي خلکو ته اړولی.


