ویب ډیسک
کابل – د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، په کابل کې د متحده ایالاتو د سفارت له شارژدافیر، راس ولسن سره په هېواد کې پر روانو امنیتي حالاتو او د سولې بهیر په اړه، خبرې وکړې.
بهرنیو چارو وزیر په ښارونو باندې د طالبانو بریدونو او د هېواد په بیلابیلو برخو کې د خلکو د وژنې سمدستي پای ته رسیدو لپاره د افغانستان د خلکو غوښتنو څخه په يادونې سره، د سیاسي-امنیتي وضعیت او د افغان سولې بهیر وروستیو تحولاتو په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي اتمر همداراز د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا دوو ځانګړو غونډو د ترسره کولو لپاره د افغانستان اسلامي جمهوریت وړاندیزونو ته په اشارې سره، له کابل څخه د واشنګټن ملاتړ او همکارۍ غوښتنه وکړه.
د غونډې په ترڅ کې، ښاغلي اتمر د اوربند رامنځته کولو، د خبرو اترو پیل او د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت په اړه چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا راتلونکې غونډې کې به پرې بحث وشي، د خبرو اترو او د نظریاتو تبادلې پر اهمیت باندې ټینګار وکړ.
د هېواد بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا څخه د بشري حقونو سرغړونو او جنګي جرمونو څیړلو په موخه د حقیقت موندنې ټیم د لیږلو لپاره د افغانستان د غوښتننې په مطرح کولو سره، په افغانستان کې یې د بشري حقونو سرغړونکو او جنګي جنایتکارانو د محاکمې غوښتنه وکړه.
ښاغلي ولسن په افغانستان کې د بشري حقونو ښکاره سرغړونو په اړه اندیښنه څرګنده کړه او د افغانانو هيلو سره سم د تاوتریخوالي پای ته رسولو او په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره د خپل هېواد د ملاتړ څخه د هېواد بهرنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکړ چې.
بهرنیو چارو وزیر او د متحده ایالاتو د سفارت شارژدافیر د دوحې د رتلونکې ناستې د اجنډا، د ګډون کچه او د بحث وړ مسلو په اړه هم خبرې وکړې.


