دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهلوبيکرکټ او سیاست

کرکټ او سیاست

لیکنه: احمد تکل

د کرکټ د شل اووریز نړیوال جام نیم پایلوبې ته د ملي لوبډلې رسېدل لږترلږه د سپورت له نظره یوه تاریخي پېښه ده او له دې سره هغه خلک چې افغانستان او تاریخ یې نه مني ډېر حساس شوي دي.

د طالبانو یوشمېر مخالف فعالان د هېواد د کرکټ له لوبغاړو غواړي چې له خپل نفوذ څخه کار واخلي او د نجونو د تعلیم او د ښځو د حقونو په مسئله کې پر طالبانو فشار راوړي خو یو کرکټر څومره زور لري چې دا کار وکړي؟
زما له نظره د دې غوښتنې ریښه په بل ځای کې ده.

نژدې څلورنیمې لسیزې مخکې چې روسانو پر افغانستان یرغل وکړ او جهادي تنظیمونو یې پرضد جهاد پیل کړ د افغانستان ټول نفوس ښايي له شل میلیون ډېر نه و. د واکمن خلق دیموکراتیک ګوند د غړو، په پوځ، پولیسو او امنیت کې د شاملو سرتېرو، خورد ضابطانو او افسرانو ټول شمېر چې ډېر و له پنځه لکو نه اوښت، خو دوی به هر هغه سړی اخوانی، اشرار او د پاکستان جاسوس باله چې خپل کلي ته به یې تګ راتګ کاوه، ږیره به یې لرله او یا به یې لمونځ کاوه. د هغو خلکو شمېر میلیونونو ته رسېده چې ږیرې یې لرلې او لمنځونه یې کول.

مجاهدین له خپلو ټولو جنګیالیو او قوماندانانو سره له دوه لکو ډېر نه وو، خو دغو دوو لکو د افغانستان ټولو شل میلیون وګړو ته د کمونیست، خلقي، د کې جې بي د جاسوس او د شوروي د پلویانو په سترګه کتل.

عین کار طالبانو د امریکا د اشغال په کلونو کې وکړ. هغه خلک چې په هېواد کې دننه اوسېدل لومړی خو کافران وو، بیا د دوی په نظر د امریکا او سي آی اې جاسوسان وو، له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کوله او…

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له یو لکو زیات کسان بهر ته کډه شول. اوس بیا د دې یولک کسانو په نظر څوک چې له بهره خپل هېواد ته ځي، یا په هېواد کې دننه په کومه دولتي اداره کې دنده لري، که کاروبار کوي او حتی که کرکټ کوي چې له سیاست څخه ډېره فاصله لري، له حکومت سره همکار دی یا له استخباراتو سره اړیکي لري. خو راځئ دا عادت لیرې کړو.

حکومتونه ځي، راځي، ډلې او تنظیمونه واکمنېږي او بې واکه کېږي خو پرېږدئ چې خلک په خپل هېواد کې له یوبل سره ګډ ژوند وکړي. پر هغوی ټاپې مه لګوئ. دا درد د درک وړ دی چې په وطن کې ونه اوسې او دوستان او خپلوان دې هلته هوسا ژوند کوي خو په یاد ولره چې دا ستا خپل انتخاب دی.

اوس راځو اصلي مسئلې ته.په دې کې شک نه شته چې په طالبانو کې حتی د مشرانو په کچه داسې خلک شته چې د ښځو د تعلیم او کار پلویان دي. طالبان به حکومتولي کوي او مخالفین به یې مخالفت کوي. تاسو که په دې دوو ډلو کې یاست، خو خپل کار به کوئ خو که په یوه کې هم نه یاست نو د کرکټ لوبغاړي مه مجبورئ چې په سیاست کې ورګډ شي. همداراز له ژورنالیستانو، ډاکټرانو، قاضیانو او نورو کسانو څخه چې بې پرې توب یې د مسلک ځانګړنه ده موافق یا مخالف سیاست مه غواړئ.

په دې صورت کې به د کرکټ، فوټبال او نورو لوبو اتلان د نورو هېوادوالو په څېر ستاسو اتلان هم وي، پر بریاوو به یې ویاړئ او پر ناکامیو به یې خپه کېږئ. دا حس ډېر خوندور دی چې سړی خپله ملي لوبډله او ملي لوبغاړي ولري، په نړیوالو ډګرونو کې خپل ملي بیرغ وویني او خپل ملي سرود واوري او په هغو ولولو کې شریک وي چې لوبغاړي او د هغوی مینه وال یې د لوبې پرمهال لري. ما د خپل ژوند له نیمايي زیاته موده کې ملي لوبډله او نور هغه څه چې مخکې مې یاد کړل نه درلودل. هغه ټول یو خوا، دا پنځلس کال بل خوا.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه