دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبرېښنا شرکت ویلي، وارداتي برېښنا په ازبکستان کې د تخنیکي ستونزو له...

برېښنا شرکت ویلي، وارداتي برېښنا په ازبکستان کې د تخنیکي ستونزو له امله له پرې شوې ده.

ويب ډیسک

د طالبانو حکومت څو ورځې وړاندې له ازبیکستان سره د وارداتي برېښنا تړون د یوه بل کال لپاره د غځولو اعلان کړی ؤ، خو برېښنا شرکت وايي د هغه هېواد برېښنا یو ځل بیا پرې شوې.
د افغانستان د برېښنا شرکت ویلي، وارداتي برېښنا په ازبکستان کې د تخنیکي ستونزو له امله له پرون مازیګره پرې شوې ده.

ددغه شرکت په یوه اعلامیه کې راغلي:« د ازبکستان برېښنا مسئولینو په خبره د برېښنا ستونزې ژر حل لپاره هڅه کوي.»

تردې وړاندې د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت ویلي ول، چې ازبکستان ورسره د برېښنا تړون غځولو پرمهال ژمنه کړې، چې له دې وروسته به پر افغانستان خپله وارداتي برېښنا نه کموي.

د دغه تړون له مخې، ازبیکستان ۴۴۰ میګاواټه برېښنا افغانستان ته ورکوي.

څه موده وړاندې ازبیکستان د دې برېښنا کچه ۲۰۰ میګاواټو ته راکمه کړې وه.

د برېښنا شرکت وايي، اوس چې بیا د تخنیکي ستونزو له امله د ازبیکستان وارداتي برېښنا پرې شوې، نو د ستونزې چټک هواري لپاره یې کابل ته د تاجکستان ۷۵ میګاواټه وارداتي برېښنا نښلولې.

دغه شرکت زیاته کړې: «کندز او تخار ولایتونو ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا نښلول کیږي.»

افغانستان د خپلې اړتیا وړ ۸۰ سلنه برېښنا له بهره واردوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه