دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاسټراليا له افغانستان سره ټیسټ لوبه ځنډولې

اسټراليا له افغانستان سره ټیسټ لوبه ځنډولې

ویب ډیسک

د اسټرالیا کرکټ اعلان وکړ چې له پراخو مشورو وروسته یې پرېکړه وکړه چې له افغانستان سره د «ټسټ کرکټ» لوبې وځنډوي.

اسټرالیا پخوا ویلي وو که د طالبانو په حکومت کې ښځې له کرکټ محرومې شي لوبه به لغوه شي. ټاکل شوې وه چې دا ۶ قوس لوبه د اسټرالیا په هوبارټ ښار کې ترسره شي.

استرالیا کرکټ د لوبې نوې نېټه نه ده اعلان کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان او نړۍ د ښځو او نارینه کرکټ ودې ته ژمن دي او تر څو چې له افغانستان څخه څرګند حالت نه وي، سیالۍ به نه وي بلي.

خو دغه هېواد هیله څرګنده کړې چې په نږدې راتلونکې کې به د افغانستان د ښځینه او نارینه وو د کرکټ لوبډلې کوربه توب وکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه