ویب ډیسک.
د سمنګان لپاره د طالبانو والي، مولوي عبدالرحمان کندزي، د پنجشنبې په ورځ د لړم په دیارلسمه نېټه د دې ولایت مرسته رسوونکو ښځو ته د فعالیت اجازه ورکړه.
دا موضوع د ځینو موسسو، مرستندویه سازمانونو او طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې له مسوولینو سره په ناسته کې مطرح شوې چې د بې کوره شویو او اړمنو د سروې لپاره هم د ښځو فعالیت پکې شامل دی.


