ويب ډیسک
د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني د ناروې د کډوالو شورا له مشر جان ایګلند سره لیدنه کې ویلي، یوه یا دوه کیلو مرسته د افغانانو ستونزه نه هواروي، زموږ غوښتنه دا ده چې مرستې دې په داسې ډول وشي، چې اساسي ستونزې هوارې کړي.
جان ایګلنډ چې پرون کابل ته راغلی او له طالبچارواکو سره یې لیدلي وایي، موږ پلان لرو چې سږ کال له ۷۰۰ زره افغانانو سره مرسته وکړو، خو یوازې هغه وخت کولای شو چې د ښځو پر کار بندیز لرې شي.
خو خلیل الرحمن حقاني بیا ویلي، موږ (طالبان) هڅه کوو چې د ښځو د زدهکړو او کار لپاره شرعي چوکاټ جوړ کړو، بشردوستانه مرستې باید مشروطې نه وي.
د ناروې د کډوالو شورا یو له لومړنیو نادولتي موسسو څخه ده چې د طالبانو لخوا د ښځو پر کار له بندیز وروسته یې افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول.
دا په داسې حال کې ده چې ملګري ملتونو ویلي، که طالبان په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لرې نه کړي، د ملګرو ملتونو مرستې به دوام ونه کړي.


