ويب ډیسک
د طالبانو لخوا د ښځو پر کار له بندیز وروسته د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون پخوانۍ مشرې ویلي، طالبانو د ښځو د اساسی حقونو په محدودولو سره افغانستان د وحشت په کور بدل کړی، چې د پراخې بې وزلۍ او لوږې سره د بشري مرستو وېش امکان نشته.
شهرزاد اکبر د ناروې کډوالو شورا مشر جان ایګلند یوه ویډیو شریکه کړې – چې په هغه کې یې ویلي موږ مرستې ته چمتو یو، خو موږ یوازې هغه وخت خپل کار پیلولای شو چې د ښځو پر کار بندیز لرې شي- او زیاته کړې یې ده چې طالبانو ملیونونه افغانان د خپلو لومړنیو اړتیاؤ څخه په محرومولو سره، د ظلم یوه نوې کچه تعریف کړې.
تر اوسه د ښځو کار منع کېدو غبرګون کې د ناروې د کډوالو شورا په ګډون څو لویو نادولتي موسسو افغانستان کې خپل فعالیتونه درولي او ملګرو ملتونو هم له دغه هېواد سره خپلې مرستې بندې کړې دي.
یوناما هم ویلي چې افغانستان د کړکېچ یوه نوي پړاو ته ننوتی.


