دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍایران څلور کسان له اسرائیلي استخباراتو سره د همکارۍ په تور اعدام...

ایران څلور کسان له اسرائیلي استخباراتو سره د همکارۍ په تور اعدام کړي

ويب ډیسک

په ایران کې څلور کسان له اسرائیلي استخباراتو سره د همکارۍ په تور اعدام شوي دي. د ایران د عدلیې وزارت په خپله انټرنیت پاڼه (میزان آنلاین) کې خبر ورکړی دی چې د دغو څلورو تنو د اعدام حکم نن د یکشنبې (د دسمبر میاشتې ۴ نیټه) ورځې په سهار عملي شو. د چارواکو په وینا دغه څلور کسان چي په یوه جنايي بانډ پورې اړه لري، د همدې کال په می میاشت کي نیول شوي وو. همدا تیره چهارشنبه دوی د اسرائیلو له استخباراتي ادارې سره د همکارۍ او سړي تښتونې په تور د اعدام په سزا محکوم شوي ول.
د ایران د قضایه قوې اړوند د میزان خبري آژانس د دغو څلورو تنو د اعدامیدو خبر ترڅنګ لیکلي دي چې د دې بانډ غړو د اسرائیلي استخباراتو په لارښوونه د جنګي وسلو په تیارولو سره سړي تښتونه کوله او د دې کار په بدل کې به یې د ډیجیټالي اسعارو په شکل کې پيسې ترلاسه کولې.
د بشري حقوقو د سازمانونو په حواله ایران تر چین وروسته د نړۍ د هغو هیوادونو په ډله کي راځي چي تر ټولو ډیر اعدامونه په کې ترسره کیږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه