سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهزاید آل نهیان د ملا محمد یعقوب مجاهد سره لیدنه کې د...

زاید آل نهیان د ملا محمد یعقوب مجاهد سره لیدنه کې د همکاریو پر اړیکو خبرې کړي دي

ويب ډیسک

د متحده عربي اماراتو د دولت رئیس شیخ محمد بن زاید آل نهیان د طالبانو حکومت د دفاع وزارت له سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد سره لیدنه کې د همکاریو پر اړیکو خبرې کړي دي.

د متحده عربي اماراتو د «وام» دولتي خبري آژانس د خبر له مخې دغه لیدنه تېره شپه د اماراتو په «الشاطي» ماڼۍ کې تر سره شوې ده.

بیان زیاتوي چې دواړو لورو د علاقې وړ موضوعاتو باندې خبرې کړي دي.
د طالبانو حکومت هم ویلي چې دواړو لورو په دغه لیدنه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړي دي.

طالب چارواکو تیره شنبه د ملا محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ متحده عربي امارتو ته د یو طالب پلاوي د رسېدو خبر ورکړ.

متحده عربي اماراتو تر دا مهاله د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پيژندلی، خو له هغوی سره په یو ډول تعامل کې ښکېل دی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د کابل په ګډون د درې لویو هوايي ډګرونو د امنیت او مدیریت قرارداد هم د متحده عربي اماراتو د «ګاک» په نوم یو شرکت سره لاسلیک کړی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه