د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د تاجمیر په نوم د هرات یو اوسیدونکی یې چې د فراه ولایت د یوه اوسېدونکي په وژلو تورن ؤ نن چهار شنبه د فراه ولایت په مرکز کې د خلکو او لوړ پوړو طالبچارواکو پر وړاندې قصاص شوی دی.
د مجاهد لخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د یاد کس د قصاص پرمهال د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د طالبانو د سترې محکمې مشر مولوي عبدالحکیم حقاني او یو شمېر نورو لوړپووړ طالبچارواکو هم ګډون درلود.
افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د قصاص حکم پلي کیږي خو له دې وړاندې د دغه ډلې لخوا په یو شمېر ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تور یو شمېر کسان چې ښځې هم پکې شاملې وې په درو وهل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ او د بښنې نړیوال سازمان په ګډون یو شمېر بنسټونو د طالبانو لخوا د خلکو په مخ کې د ښځو او نارینهؤ په درو وهل غندلي ؤ او د دې چارې د بندولو غوښتنه یې کړې وه.


