ويب ډیسک
وروسته له هغې چې، داعش کابل کې د پاکستان پر سفارت د بريد پړه ومنله، د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وايي، چې موږ په خپلواک ډول او د افغانستان له چارواکو سره په مشورې د دې راپورونو د روڼتيا په ارزونې بوخت یؤ.
د پاکستان بهرنيو چارو وزارت په يوې خبرپاڼه کې ويلي، ترهګري د افغانستان او سيمې سوله او ثبات ګواښي.
خبرپاڼه کې راغلي، پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې برخه کې په خپلې ژمنې ولاړ دی.
تېره جمعه د ډسمبر دويمه کابل کې د پاکستان پر سفارت بريد وشو، چې په پايله کې د دغه سفارت يو ساتونکی ټپي شو.


