ويب ډیسک
بنګله دېش، د هند د ۱۸۶ منډو کم هدف په سختۍ پوره کړ، د هند او بنګله دېش تر منځ د دریو یو ورځنیو کرېکټ سیالیو لوبلړۍ لومړی لوبه نن کوربه بنګله دېش په یوه وېکټه وګټله.
دا لوبې چې د بنګله دېش په کوربه توب ترسره کېږي، د نننۍ لوبې پچه کوربه لوبډلې وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه. بنګله دیشي بالرانو کم ساري ښه توپ اچونه وکړه او د هند ټول لوبغاړي یې په ۴۱م اوور کې اوټ کړل.
هند چې په توپ وهنه کې ښه شهرت لري خو نن یې په بېټېنګ کې یواځې د ګوتو په شمېر لوبغاړي وځلېدل.
د هندوستان لخوا تر ټولو ډېرې منډې ۷۳ کې اېل راهول وکړې ورپسې ډېرې منډې د روهېت شرما وې هغه ۲۷ منډې جوړې کړې.
د بنګله دېش لخوا بیا شکېب الحسن یواځې د ۳۶ منډو په ورکولو پنځه هندي لوبغاړي وسوځول کړل، عبادت حسين هم ۴ لوبغاړي وسوځول.
بنګله دېش بیا دا کم هدف هم په سختۍ او وروستۍ لوبغاړي پوره کړ.
د بنګله دېش لخوا لېتون داس ۴۱ منډې او حسن میراز چې تر پایه ودرید ۳۸ ناسوځېدلي منډې جوړې کړې او په داسې حال کې چې لا د لوبې کابو ۴ اورونه پاتې وو لوبډله یې بریا ته ورسوله.
د دواړو لوبډلو تر منځ دویمه یو ورځنۍ لوبه د ډېسمبر په اوومه او وروستۍ هغه یې د راتلونکي شنبې په ورځ پلان ده.


