پښتو جرنل
د پاکستان د قامي اسمبلۍ د بهرنيو چارو کميټۍ مشر محسن داوړ د بهر ته تللو په مهال اسلام اباد هوايي ډګر کې را ایسار کړلی شوی – یاد دې وي چې محسن داوړ تاجکستان ته د هیرات سیکیوړټي ډاییلاګ په نوم يوې غونډې کې شرکت لپاره روان وو خو دي د ایف آئ اې له لورې په اسلام اباد هوايي ډګر را ایسار شوی .
بل لور ته محسن داوړ وايي چې زما نوم کابینې د دوو میاشتو لپاره له ای سي ایل نه ایستلی ده . خو له دې برسېره زه روان وم خو را ایسار يي کړم .
محسن داوړ وايي ما دا احساس کړه چې ایف ائ اې ته يي له مخته اطلاع ورکړل شوې وه هغه زیات کړه کله چې زه کاونټر ته ورسېدم نو ماته يي وويل چې ستا نوم په هغه نوملړ کې ده کوم چې بهر ته سفر نه شي کولی ، داوړ وايي ما ورنه وویل چې زما نوم له یاد نوملړ نه کابینې ایستلی ده خو ماته وویل شول چې مونږ ته ټیلیفون راغلی چې تاسو ایسار کړو .


