دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهډیموکراسي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او تېري ترټولو لوړه کچه...

ډیموکراسي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او تېري ترټولو لوړه کچه لري

ویب ډیسک

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سياسي استازولۍ دفتر (يوناما) د وروستۍ خبرپاڼې په غبرګون کې ویلي، “ډیموکراسۍ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او تېري تر ټولو لوړه کچه شتون لري.”

یوناما په خبرپاڼه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوې وه ویل شوي “افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دی چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه په کې لوړه ده”

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د شنبې په ورځ په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي امریکا کې په هرو درې ښځو کې یوه ښځه د جنسي‌تېری او تاوتریخوالی تجربه کوي او دا خبره د نورو ډیموکراټیکو حکومتونو پورې هم صدق کوي.

بلخي همداراز زیاته کړې، اسلامي حکومتونه دنده لري چې د ښځو د خوندیتوب لپاره داسې اقدامات وکړي، څو له ورته برخلیکه وژغورل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو بیا واکمنېدو وروسته افغان ښځې د تعلیم او کار له حقونو بې برخې شوي او په ډېرو نورو برخو کې هم ورځ تر بلې پرې بندیزونه ډېریږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه