ويب ډیسک
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په دایکندي ولایت کې د طالب سرتیرو د عملیاتو پر مهال وژل شوي کسان ملکي وګړي نه، بلکې د دوی وسله وال مخالفین دي.
مخکې محمد محقق ویلي و چې تیره ورځ په دغه ولایت کې د طالب سرتیرو د عملیاتو پر مهال د یوې ښځې او څلورو ماشومانو په ګډون نهه کسان وژل شوي و.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن شنبه نومبر ۲۶ (لېندۍ پنځمه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې یاد عملیات پر هغو وسله والو کسانو تر سره شوي چې ددوی پر ضد یوه کور کې راټول شوي وي.
د مجاهد په وینا طالب سرتیرو د سیمي د سپین ږیرو په مرسته د یادو کسانو د تسلیمولو هڅه وکړه، خو وايي، هغوی مقاومت وکړ.
نوموړي زیاته کړې چې د دغه عملیاتو پرمهال ۹ تنه وسله وال وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وینا په متقابلو ډزو کې یو طالب سرتیری هم وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف هم تیره ورځ پر خپل ټویټر پاڼه په دایکندي ولایت کې د څلورو ماشومانو د وژل کېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه.
یونیسف دغه پېښه غندلې وه، خو دا یې نه وه روښانه کړې چې دغه ماشومان د چا لورې وژل شوي دي.
د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني مرستیال سرور دانش چې اوس مهال په بهر کې هم دغه پېښه غندلې وه او په اړه یې تحقیقاتو غوښتنه کړې وه.


