دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍموخه مو د داسې اټومي ځواک درلودل دي چې ساری ونلري

موخه مو د داسې اټومي ځواک درلودل دي چې ساری ونلري

ويب ډیسک

د شمالي کوریا مشر کیم‌جونګ اون د بالاستیک توغندي په ازمایښت کې د بریاليو پوځیانو ستاین‌غونډه کې ویلي، “د هېواد ستره موخه یې دا ده چې د نړۍ تر ټولو لوی اټومي ځواک ولري، داسې ځواک چې په دې پیړۍ کې بې‌ساری وي.”

اون زیاته کړې، د اټومي ځواک د جوړولو موخه د هېواد او خلکو د ثبات او خپلواکۍ ساتل دي.

د شمالي کوریا مشر همداراز د تازه ازمایل شوی بین‌القاروي توغندی (Hwasong-17) د نړۍ تر ټولو پیاوړې ستراتیژیکه وسله وبلله او له ساینس‌پوهانو، انجینرانو او پوځي‌چارواکو یې وغوښتل چې د هېواد د اټومي وسلو د پراختیا او غښتلتیا لپاره چټک ګامونه واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د شمالي کوریا مشر د نومبر په ۱۷مه د (Hwasong-17) په نوم د بین‌القاروي بالاستیک توغندي له ازمایښته وروسته ژمنه کړې وه چې امریکا لخوا اټومي ګواښونو ته به په اټومي وسلو ځواب ورکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه