دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهستر سکندر او پښتانه

ستر سکندر او پښتانه

ليکنه: اقبال وزيري

سکندر د خپل پلار فيليپ د مړينې وروسته يونان يو موټی کړ او ويې پتيله چي اسيايي يونان د هخامنشي واکمنۍ نه ازاد کړي. ده د لوېديځ له خوا په هخامنشی امپراتورۍ يرغل وکړ او د يوې وړې نښتې په ترڅ کي باچايي کورنۍ د سکندر لاسته ورغله، چي هغه په عزت سره ورسره چلند وکړ. داريوش سکندر ته وړانديز وکړ چي له لور سره يې واده وکړي او په ولور کي يې له فرات نه ترلوېديځ پوري د امپراتورۍ سيمې ومني، خو سکندر دغه وړانديز رد کړ د فارس امپراتور داريوش ته په څو جګړو کي ماتي ورکړه. سکندر د هخامنشيانو پلازميني ته اور واچاوه او د اوستا نامتو اثر چي د غوايي په زرګونو څرمنو ليکل شوی و د منځه لاړ او يوازي يوه کوچنۍ برخه يې پاتي شوه. وروسته داريوش چي د سکندر له لاسه يې څو ځله ماتي کړې وه د بخدي والي بېسوس له خوا ووژل شو او په خپله بېسوس ځان پاچا اعلان کړ. خو سکندر د هخامنشي د فارس ړنګولو وروسته په باختر کي د لويو ستونزو سره مخامخ شو. باختريانو لومړی د بېسوس او د هغه د مړينې وروسته << د پښتون سپتامنز (spitamenes) په سروالي د ځايي خلکو له دغسي مقاومت سره مخ شوی، چي د هخامنشيانو په امپراتوري کي له دغسي ټينګ مقاومت سره مخامخ شوی نه و.>> سپتامنز له سکندر سره کلکي جګړې وکړې چي نږدې دوه کاله اوږدې شوې، سکندر په پای کي د خپل هوډ نه، چي د امو د رود د اخوا سيمي لاندي کړي، واووښت او هند ته د تګ په فکر کي شو ده په باختر کي شپږ پوځي چوڼۍ چي د سکندريې په نامه يادېږي جوړي کړې چي وروسته په ښارونو بدلي شوې.ده د باختر د سيمه ايز واکمن اوکسيارتز د لور رخشانې سره واده وکړ او وروسته د هغه ځای ناستي سلوکوس نيکاتور د سپيتامنز د لور اپامه سره واده وکړ او د کاکړ په وينا وروسته د دوی زوی د لومړي انتيوکوس په نامه پاچا شو.سکندر بيا د هندوکش نه راواووښت او بګرام ته راغی سکندر د بګرام نه د نني جلال اباد په لور وخوځېد.د جلا اباد ښار بنسټ په ١٥٧٠ کي د مغولو امپراتور جلال الدين اکبر اېښی دی.جلال اباد د خپل موقيعت له مخې يو مهم ښار دی چي د کابل او پېښور تر منځ د سوداګرۍ مرکز دی.جلال اباد د لوی ننګرهار يو لوی مرکز هم و. د امير حبيب الله خان، پاچا امان الله خان او باچاخان مزارونه هم په جلال اباد کي دي.هلته د سکندر لشکرې دوه برخې شوې چي يوه برخه يې د خېبر د درې له لاري اباسين ته روانه شوه او بله يې د کنړ لاره ونيوله چي په خپله دی هم ورسره مل و.په کنړ، باجوړ او سوات کي د پښتنو د کلک مقاومت سره مخامخ او ټپي هم شو.سکندر بیا د هند په لور لاړ، د اباسين نه واووښت او جېلم ته ورسېد چي بیا يې پوځ د وړاندي تګ نه ډډه وکړه او د بلوچستان له لاري يونان ته په لاره کي بابل ته ورسېد او هلته د دري دېرشو کالو په عمر مړ شو. په دې توګه سکندر <<په خپلو بې جوړو نظامي بريو سره په ټولې مالومي نړۍ کي د لوی سکندر په نامه ياد شو. هغه نه يوازي ټول يونان لاندي کړو، بلکې د هخامنشي پراخه امپراتوري يې [هم] لاندي کړه او…د ده امپراتوري له يونان نه تر اباسين نه اخوا پوري غځېدلې وه.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه