ويب ډیسک
د یو شمېر پاکستاني رسنیو د راپورونو په حواله، په پام کې ده په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې حنا رباني کهر په مشرۍ یو پلاوی سبا کابل ته سفر وکړي.
راپورونه وايي، چې ددې پلاوي په ترکیب کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان او د یاد هېواد د مالیې وزیر هم شامل دي.
سرچینه کاږي چې دا پلاوی به د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سربېره له رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخوند سره وویني او د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او یو شمېر نورو مسایلو په اړه خبرې ولري. اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


