ويب ډیسک
د سمنګان ـ بلخ ولایت پر لویه لار د ترافیکي پيښې له امله درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
باختر دولتي خبري آژانس نن دوشنبه نومبر ۲۸ (لېندۍ اوومه) ویلي چې دغه پېښه د سمنګان ولایت د خلم ولسوالۍ په صیاد سیمه کې د کورلا او ټېلر موټر ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
د یادې ترافیکي پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي او زیات سرعت بلل شوی دی.
تیره ورځ بیا په فاریاب ولایت کې هم د یوې ترافیکي پيښې له امله څلور تنه وژل شوي و او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي و.


