سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونههند :افغان محصولاتو پنځلس ورځني سوداګریز نندارتون کې د سرو زرو...

هند :افغان محصولاتو پنځلس ورځني سوداګریز نندارتون کې د سرو زرو جایزه ګټلې ده.

ويب ډیسک

هند کې افغان سفیر محمد فرید ماموندزي پر خپل رسمي فیسبوک خبر ورکړی، چې افغان محصولاتو په دغه هېواد کې جوړ شوي پنځلس ورځني سوداګریز نندارتون کې د سرو زرو جایز ګټلې ده.

په دغه نندارتون کې د افغانستان په ګډون د نړۍ ۱۷ هېوادونو او د هندوستان بېلابېلو ایالتونو خپل تولیدات او محصولات نندارې، سوداګریزو معاملاتو او پلور له پاره وړاندې کړي وو.

فرید ماموندزي لیکلي دي په دغه نندارتون کې د افغانستان وچه میوه، غالۍ، زعفران، شات، له مرمرو جوړ شوي توکي، لاسي صنایع او افغاني خواږه په شاوخوا ۲۲ لویو او کوچنیو غرفو کې نندارې ته ایښودل شوي وو.

ویل شوي، د نندارتون په وروستۍ ورځ د ارزونې ډلې د افغانستان تولیدات سوچه او د ډېرې پاملرنې وړ بللي او په دې توګه یې په نړیواله کټه‌ګورۍ کې لومړی مقام خپل کړی او د سرو زرو ایوارډ یې ورکړی.

هند کې د افغانستان سفارت په دې خپرې کړې اعلامیې کې راغلي:« د ارزونې کمېټې د معیارونو تر مخه، باکیفیته او سوچه تولید، د هټیوالو چلند، د پاملرنې جلب، ښه پلور او سوداګریزې معاملې… هغه څه وو، چې افغانستان یې لومړی مقام ته رسولی.»
فرید ماموندزي لیکلي، چې هند کې افغان سفارت هڅه کوي، څو د هند له کرنیزو او تولیدي امکاناتو څخه په ګټنې افغاني تولیداتو ته د دغه هېواد له لارې د نړۍ مارکیټونو ته د وصل زمینه برابره کړي.

دغه کلنی نندارتون د هند د سوداګریزې ودې ادارې له لوري جوړ شوی و او پرون یکشنبه پای ته ورسېد. دا په هند کې له کرونايي محدودیتونو وروسته لومړی پنځلس ورځنی سوداګریز نندارتون و او له همدې امله ورته د کوچني هند نوم ورکړل شوی و.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه