سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍټرمپ د امریکا د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو ته ځان نوماند کړ

ټرمپ د امریکا د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو ته ځان نوماند کړ

ويب ډیسک

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې‌شنبې په ماښام اعلان وکړ، چې غواړي یو ځل بیا د امریکا ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو ته ځان نوماند کړي.

ټرمپ چې په فلوریډا کې خپلو پلویانو ته وینا کوله، د امریکا اوسنی حالت یې بدمرغه وباله او ویې ویل: “د دې لپاره چې امریکا یو ځل بیا خپله پیاوړتیا ترلاسه کړي، غواړم راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند شم.”

ټرمپ همداراز ومنله، چې د امریکا په منځ‌مهاله ټاکنو کې څنګه چې تمه وه بریالي شوی نه دی خو د هغه په وینا لامل یې دا دی چې خلکو تر اوسه دا درک کړې نه ده چې امریکا کې وضعیت څومره کړکېچن دی.

په‌ ورته‌ وخت کې د امریکا اوسني ولسمشر جو بایډن ویلي، چې راتلونکو ټاکنو کې ګډون ته لېواله دی خو خپله رسمي پرېکړه به وروسته اعلان کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه