ويب ډیسک
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کړې، چې د نړۍ پنځه ستر اټومي قدرتونه د مخامخې پوځي جګړې په درشل کې دي چې پایلې به یې ویجاړوونکې وي.
خبرپاڼه کې روسیې لویدیځ د اتومي جګړې په هڅولو تورن کړی او ویلي یې دي، چې مسکو د جنورۍ په میاشت کې له امریکا، چین، برتانیا او فرانسې سره یوې ګډې اعلامیې ته ژمن دی چې د اټومي جګړې د مخنیوي لپاره پر خپل ګډ مسوولیت ټینګار کوي.
روسيې په ورته وخت کې خبرداری ورکړی چې لویدیځ باید د ډلهيیزو ویجاړوونکو وسلو په کارولو سره له دوامدارې پارونې ډډه وکړي ځکه د ویجاړوونکو پایلو لامل کیږي.
خو د لوېدیځ چارواکي پر اوکراین د روسیې د برید له پیل راهیسې مسکو د اتومي جګړې ملاتړی ګڼي او په دې وروستیو کې یې له شواهدو پرته پر کیف تور لګولی چې د رادیو اکتیف بم د کارولو اراده لري، هغه څه چې کیف یې ردوي.


