سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهنیول شوی برید ګر وايي :عمران خان خلګ ګمراه کوي ځکه مې...

نیول شوی برید ګر وايي :عمران خان خلګ ګمراه کوي ځکه مې پی برید وکړ

ويب ډیسک

د پاکستان د پخواني لومړي وزير عمران خان ګوند وايي چې عمران خان هغه مهال چې يوه وسله وال یې د موټرو پر کاروان بريد وکړ، په سطحي ډول ټپي شوی دی. خان او پلويان يې د اسلام آباد په لور د احتجاجي کاروان په شکل روان وو.

د پاکستان پر پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند پر مشر عمران خان، وسلوال برید شوی دی چې پکې نوموړی ټپي شوی دی. د معلوماتو له مخې، یوه وسلوالو کس د عمران خان پر موټرو باندې ډزې کړي دي. له عمران خان سره د هغه د ګوند د يوه مشر او د پوليسو په حواله، د هغه پلويان هم مل ول چې دی يې تر اسلام آباد پورې بدرګه کاوه.

اسد عمر چې د عمران خان د ګوند يو چارواکی دی، وايي خان په داسې حال کې چې د پاکستان په پنجاب آيالت يا صوبه کې يې د وزيرآباد په سيمه کې سفر کاوه، په ياد بريد کې پر پښه لګېدلی دی.

د بريد پرمهال خان د موټرو او لاريو په يوه ستر کاروان کې د پلازمېنې اسلام آباد پر لور روان وو. خان غواړي چې په اسلام آباد کې پر حکومت باندې فشار وارد کړي چې له وخت مخکې ټاکنې راوغواړي.

بل لور ته د پنجاب پولیس د بریدګر ويډيو خپره کړه چې هغه د پولیسو حوزه کې پولیسو نیولي ، بریدګر په خپل بیان کې دا منلي چې د په عمران خان برید وکړ علت دا وښود چې عمران خان ولس ګمراه کوي ، هغه وویل چې د په عمران خان هغه وخت برید وکړ کوم وخت اذان کيده خو د ده په کانټينر کې لوډ سپيکر کې په جګ غږ د موسيقۍ غږ وو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه