دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهيو شمېر ولايتونو کې د بارانونو او سېلابونو د راوتلو اټکل ...

يو شمېر ولايتونو کې د بارانونو او سېلابونو د راوتلو اټکل د هوا

ويب ډیسک

د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په ۱۷ولایتونو کې د سختو بارانونو، واورې ورېدو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

د دې ادارې د وړاندوینې له مخې نن او سبا په هرات، غور، بادغیس، فاریاب، سرپل، جوزجان، بلخ، سمنګان، کندز، بغلان، تخار، بدخشان، پنجشیر، پروان، بامیان، وردک او دایکندي ولایتونو کې د سختو بارانونو او واورې ورېدو اټکل موجودی دی.

د دغه ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د ورښت اندازه له ۱۰ نه تر ۴۰ ملي‌مترو پورې او د واورې اندازه له ۵ څخه تر ۱۵ساتنې‌مترو پورې اټکل شوې ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه