سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍمصر: قاهره کې په یوه کلیسا کې اوور لګیدنې امله۴۱ کسانو ژوند...

مصر: قاهره کې په یوه کلیسا کې اوور لګیدنې امله۴۱ کسانو ژوند تر لاسه ورکړي

ويب ډیسک

د مصر پلازمېنه قاهره کې د قبطي اورتودوکس په یوه کلیسا کې د يکشنبې په ورځ اورلګېدنه رامنځ ته شوه چې د رپوټونو پر اساس، لږ تر لږه ۴۱ کسان په کې مړه شوي دي. دوو امنيتي سرچينو ويلي دي چې ۴۵ کسان ټپيان شوي هم دي.

د فرانسې خبري آژانس له قاهرې څخه د چارواکو له قوله ليکي چې په ابو صفین کلیسا کې اورلګېدنه د نامعلومو دلایلو له مخې پيل شوه. دغه کلیسا د پلازمېنې شمال لويديځ لور ته په ايمبابا سېمه کې واقع ده. ځينو رسنیو ويلي دي که څه هم د پيښې لامل لا روښانه نه ده، خو پولیس وايي کېدای شي اورلګېدنه په کلیسا کې د بریښنا له مزو څخه پیدا شوي وي.

د مصر ولسمشر، عبدالفتاح السيسي هغه پر خپلې فیسبوک پاڼه داسې لیکلي دي: «ما ټول دولتي خدمات بسیج کړي تر څو د دې ډاډ ترلاسه شي چې ټول لازم اقدامات ترسره کیږي.» تر دې وروسته د اطفائيې برخې وويل چې اورلګېدنه له کنټروله وتلې ده.
اسوشتید پریس د عينی شاهدانو له قوله وايي يو شمیر کسان چې په کلیسا کې بند پاتې وو د کلیسا درېم او څلورم پوړ ته پورته شوي ول او په زینه باندې ېې رش جوړ کړی وو چې راکوز شي.

د ماهر مراد په نوم یو کس دغه آژانس ته وويل چې هغه تر عبادت وروسته خپله خور په کلیسا کې پريښوده. هغه وويل: «څنګه چې له کلیسا یوازې ۱۰ متره لرې ولاړم، ما د چغو غږ واوريد او غلیظ لوږی مې ولید.» هغه وويل وروسته له هغې چې اطفائېې اور مړ کړ، ما مې د خور جسد وپيژاند. هغه زیاته کړه: «جسدونه ټول ايره شوي دي چې اکثره ېې ماشومان دي، چې د کلیسا د وړکتون په کوټه کې ول.»

قبطيان په منځني ختيځ کې د مسیحيانو تر ټولو لويه ټولنه ده. د مصر د ۱۰۳ میلیون نفوس څخه لږ تر لږه ۱۰ ميلیونه ېې قبطيان تشکیلوي. په مصر کې دغې مذهبي لږکۍ تر دې مخکې بریدونه هم زغملي او له تبعيضي مواردو څخه ېې شکایتونه درولودلی دی.
مصر په شمالي افریقا کې تر ټولو ډير نفوس لرونکی عربي هیواد دی چې اکثریت اوسیدونکي ېې مسلمان دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه