دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکرزی وايي:د پخوا په نسبت د افغانانو په مرګ ژوبله کې کمښت...

کرزی وايي:د پخوا په نسبت د افغانانو په مرګ ژوبله کې کمښت راغلی خو نور هرڅه منفي دي.

ويب ډیسک

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له انډیا ټوډې سره په مرکه کې ویلي موږ افغانان خوښ یو چې اوس د لته په لویه کچه جګړه نشته او نور افغانان د پخوا په څېر خپل ژوند له لاسه نه ورکوي خو په وینا یې د تېر یو کال راهیسې ګڼ افغانان جلاوطني شوي، اقتصادي وضعیت او ښوونیز بهیر په پراخه کچه له ستونزو سره مخ شوی.

کرزي وویل اوس د پخوا په نسبت د افغانانو په مرګ ژوبله کې کمښت راغلی خو نور هرڅه منفي دي.

نوموړي یو ځل بیا ژر تر ژره د نجونو د ښوونځیو پر پرانيستلو ټینګار وکړ او ویې ویل د افغانستان پرمختګ د نجونو او هلکانو زده کړو او د نارینو او مېرمنو په ګډ کار سره شونی دی.

حامد کرزی په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې له دې وړاندې د بشر حقونو د څار بنسټ په خپل وروستي راپور کې ویلي و چې په تېر یو کال کې د طالبانو لخوا د ښځو او نجونو پر حقونو سخت محدوديتونه لګېدلي، د افغانستان اقتصاد پرځېدلی او څه باندې ۹۰سلنه افغانان د خوړو له امنيته رنځ وړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه