سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍد ایران او امریکا ترمنځ غیر مستقیم خبرې اترې پیلیږي

د ایران او امریکا ترمنځ غیر مستقیم خبرې اترې پیلیږي

ويب ډیسک

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سعید خطیب زاده د دوشنبې په ورځ د اروپايي اتحادیي په منځګړيتوب د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د پیلیدو په هکله خبریالانو ته وویل: «د بندیزونو د لغوه کولو له پاره د پاتې مسائلو په هکله د مذاکراتو وخت، د فارس خلیج له هیوادونو څخه یې په يوه کې نهایي شوی دی او دغه خبرې اترې په روانه اونۍ کې پیلیږي.» هغه زیاته کړه چې د ایران او امریکا ترمنځ به خبرې اترې غیر مستقیم وي.

د ایسنا د رپوټ پر بنسټ د ایران د مذاکره کوونکي پلاوي رسنیز سلاکار په ویانا کې له «العربي الجدید» ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي «ایران قطر د خبرو اترو د کوربه هیواد په توګه انتخاب کړی دی، ځکه دا زمونږ دوست هیواد دی.»

ویل کیږي چې د اټومي تړون د بیا را ژوندي کولو اړوند خبرې اترې به د ایران، امریکا او اروپایي اتحادیي د پلاوو په حضور کې په په راتلونکو ورځو کې په دوحه کې ترسره شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه