ویب ډیسک
طالبانو اعلان کړی دی چې په هند کې روزل شویو افغان پوځیانو ته په خپل حکومت کې ځای ورکوي. د طالبانو د کورنیو چارو وزرات ویاند عبدالنافع ټکور دویچه ویله ته وویل، په هند کې روزل شوي افغان پوځیان د وطن کادري شتمني ده او کورنیو چارو وزارت به دندې ورکړي: »هیله ده چې دوی هېواد ته راستانه شي او د خپلو خلکو او وطن خدمت وکړي.»
څو ورځې وړاندې په نوي ډهلي کې له پوځي زده کړو فاریغه شوو پوځيانو هیله وښودله چې له فراغت وروسته به په هيواد کې خدمت کوي، خو وروستیو بدلونونو او هيواد ته د بېرته ستنیدو په برخه کې امنیتي اندېښنې څرګندي کړې.
طالبان په داسې حال کې په هند کې روزل شوي افغان پوځي افسران د کار له پاره هيواد ته ور غواړي چې په هېواد کې پخواني ټول پوځیان له ندو ایستل شوي، د هغوی یو شمېر یې له هيواده وتلي او ډېر شمېر یې په کورونو ناست دي.


