ویب ډیسک
د طالبانو حکومت د مالیې وزارت وایي، ټاکل شوې دولتي کار کوونکو ته د چنګاښ میاشتې معاش ورکول ژر پيل کړي.
د دغه وزارت ویاند احمدولي حقمل د یکشنبې په ورځ ناوخته جون ۲۶ (چنګاښ پنځمه) خبریالانو په یو لېږلي ویډیويي پیغام کې ویلي: “مالیې وزارت د خپلې مهربانۍ له مخې پرېکړه کړې ده چې د چنګاښ میاشتې معاش تر اختر مخکي دولتي کار کوونکو ته ورکړي.”
ښاغلي حقمل له ټولو دولتي ادارو څخه غوښتي چې د خپلو کار کوونکو د حقوقو په اجرا کېدو سره خپلې حوالې د مالیې وزارت د خزاینو ریاست ته وسپاري.
پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته په دغه هیواد کې د اقتصادي بحران پراخېدو په اړه پراخې اندېښنې ښودل شوي او ویل کیږي چې طالبان لا هم ټولو دولتي مامورینو ته د معاشونو په ورکولو نه دي توانېدلي.


