دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍایران وايي، په ویانا کې پر اټومي پروګرام خبرو ته ستنېدو ته...

ایران وايي، په ویانا کې پر اټومي پروګرام خبرو ته ستنېدو ته چمتور دی

ویب ډیسک

ایران وايي، په ویانا کې پر اټومي پروګرام خبرو ته ستنېدو ته چمتور دی او غواړي چې د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو سره یوه “ښه” موافقه وکړي.

تهران البته ویلي امریکا د اوسنیو خبرو د ځنډ لپاره پړه ده. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي چې تېره اوونۍ یوه امریکايي چارواکي پر تهران غږ وکړ چې بې له نورو غوښتنو دې پر اټومي پروګرام خبرو ته مثبت ځواب ووايي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند سید خطیبزاده یوې ټېلېوېژني خبري غونډې ته په وینا کې وویل، “که واشنګټن خپلې ژمنې پوره کړي، موږ ان نن ویانا ته ستنېدو ته تیار یو چې یوې ښې موافقې ته ورسېږو.”

د اروپايي ټولنې مشر مرکچي د ۲۰۱۵ز کال د اټومي موافقې د بحالۍ لپاره د تهران او واشنګټن ترمینځ نامستقیمې خبرې پر مخ وړي. د هغې موافقې د بیا بحالۍ لپاره مذاکرات له مارچ راهیسې درېدلي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه